خبرونه

د زابل ولایت مقام له ویاند سره ناسته وشوه

د زابل ولایت مقام له ویاند مولوي صدیق الله وثیق سره د خبریالانو د همږغۍ ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د افغانستان رسنیز بنسټ استازي، د زابل ملي راډیو ټلوېزیون آمر او یو شمېر خبریالانو برخه لرله.
د ولایت مقام ویاند ښاغلي وثیق د زابلي خبریالانو د هڅو د ستایلو ترڅنګ وویل چې له رسنیو سره به همږغي پیاوړي کوي او ستونزو ته به یې رسیدنه کوي.
د زابل ملي راډیو ټلویزیون آمر محمد داود همت د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د رسنیو د یووالي او همږغۍ د پیاوړتیا په موخه دې یو معلوم ادرس رامنځته شي ترڅو هغه خبرونه او پروګرامونه چې خبري ارزښت ولري؛ په ښه توګه تر پوښښ لاندې راوستل شي.
د افغانستان رسنیز بنسټ استازي د ولایت مقام د ویاند د همکارۍ د ژمنو هرکلی وکړ او ویې ویل چې اطلاعاتو ته باید لاسرسی لا هم پراخ شي.

د ولایت مقام له ویاند څخه وغوښتل شول چې خبریالانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې دې شوې ژمنې تعقیب او عملي شي.
یو شمېر نورو خبریالانو بیا د خبرو پرمهال له رسنیو سره د حکومتي ادارو د ښې همکارۍ یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې دا همکاري لا هم دوامداره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button