راپورونه

زابل کې د رسنیوخبریالانو او سیمه ییزو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

زابل ولایت کې د رسنیوخبریالانو او سیمه ییزو حکومتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ناسته په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ترسره شوه.

یاده ناسته نن یکشنبه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه.
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی رحمت الله حماد لومړی د ناستې اړوند معلومات ورکړل

هغه وویل اوس مهال زابل کې رسنۍ په ښه وضعیت کې دي، د رسنیزو فعالیتونو لپاره ورته سالمه ماحول برابر دی، د راپور ورکوونې په برخه کې ورته سهولتونه رامنځته شوي، همداراز یې یوځل بیا د رسنیو مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو هم خپلې ستونزې او غوښتنې د ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې چې د رئیس مولوی رحمت الله حماد له لوري ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button