زده کړه

د راډیو نړیواله ورځ مو مبارک شه

نن دوشنبه د فبرورۍ دیارلسمه (د ۱۴۰۱ لمریز کال د مرغومي ۲۴ مه) د راډیو نړیواله ورځ ده، د افغانستان د رسنیو د ادارې مشرتابه د دې ورځې په مناسبت ټولو رسنیو ته مبارکي وایي.
راډیو په نړۍ کې تر ټولو د لاسرسي وړ اوریدلو وسیله او د ډله ایزو رسنیو په مینځ کې یو له پخوانیو رسنیو څخه شمیرل کیږي.
اوس د راډيو نړيواله ورځ په رانږدې كېدو ده، كه په افغانستان كې د نننۍ راډيو وضعيت د ډاډ وړ نه و، ډېرى يې له مالي ستونزو سره مخ دي، خو بيا هم په افغانستان كې راډيو د رسنيو په منځ كې ځانګړى ځاى لري او په دې هېواد كې ډېر اورېدونکي لري.
د فبرورۍ دیارلسمه د یونیسکو د غړو هېوادونو د وړاندیز او په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصویب شوې د راډیو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button