خبرونه

زابل کې د افغانستان رسنيز بنسټ استازي مرستيال والي سره وليدل!

زابل کې نن د افغانستان رسنیز بنسټ استازي محمد لعل اميري د زابل مرستيال والي سليمان اغا بهير سره وليدل او د زابلي خبريالانو پر کار فعاليت او اطلاعاتو ته پر لاس رسي باندې مفصلې خبرې وکړې.

 

ښاغلي امیري لومړی د خبريالانو پر کاري حالت مالومات وړاندې او خوښي یې څرګنده کړه چې زابل کې د خبريالانو حالت ښه دی او د مرستيال والي سليمان آغا بهير څخه يې په رسنیزه برخه کې د لا همکاري غوښتنه وکړه.

 

د زابل مرستيال والي لومړی زابل کې د خبريالانو له اغیزمن کار څخه مننه او ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې دوی به اطلاعاتو ته د لاس رسي او اړوند برخو کې خبريالانو سره همکاریو ته دوام ورکړي.

Back to top button