خبرونه

زابلي خبریالانو او اطلاعاتو فرهنګ رييس سره د همغږي ناسته ترسره شوه

زابل کې د افغانستان رسنيز بنسټ استازي ښاغلي محمد لعل اميري نن له غرمې وړاندې د زابل ولايت اطلاعاتو فرهنګ رياست کې د زابلي خبریالانو او د دې ریاست رييس مولوي رحمت الله “حماد” سره د همغږي ناسته وکړه او پر مهمو مسایلو يې بحث وکړ.
په دې ناسته کې د رسنيز بنسټ استازي د اطلاعاتو فرهنګ رييس مولوي رحمت الله “حماد “څخه مننه وکړه چې د خبريالانو ستونزې يې هوارې کړې او تل ورسره ناستې کوي د ده په وينا زابلي خبریالان ګڼې ستونزې لري چې يوه يې هم اقتصادي دي چې غواړو د طلاعاتو فرهنګ رياست له لوري د لوړ پوړو چارواکو سره شريکې کړي.
په دې ناسته کې د زابل اطلاعاتو فرهنګ رييس د فرهنګ او ګرځندوی امير، خپلواکو او دولتي خبريالانو، د دريو خصوصي او يوې دولتي راډيو ګانو مسولینو او د افغانستان رسنیز بنسټ استازي برخه اخيستې وه.
د زابل د اطلاعاتو فرهنګ رييس له ښاغلي محمد لعل اميري او ټولو خبریالانو مننه وکړه چې په ډيرو سختو شرايطو کې په ايماندارۍ خپلې دندې مخ ته وړي او زياته يې کړه چې رسنیو او خبریالانو سره اسلامي امارت همکاره دي.

Back to top button