خبرونه

د رسنيزو تخطيو او شکايتونو د ارزونې کميسيون غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معين حيات الله (مهاجر فراهي) تر مشرۍ لاندې د همدې وزارت د غونډو تالار کې د رسنيزو تخطيو او شکايتونو د ارزونې کميسيون دريمه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې چې د نورو غړو ترڅنک د اسلامي امارت وياند هم ګډون کړی و، د څو رسنيو د تخطيو په اړه څېړنه او لازمې سپارښتنې وشوې، دغه راز ټينګار وشو چې د رسنيو د قانون تصویب عاجله اړتيا ده او هر څومره ژر چې کېدلای شي دا قانون دې تصویب او رسنیو ته ورسېږي.

له ټولو ادارو غوښتنه وشوه چې د رسنيو اړوند هره رسنيزه موضوع د همدې کميسيون له لارې تعقيب کړي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د همدې کمیسيون په هلو ځلو يو تن خبريال چې بغاوتګرو سره د اړيکو او همکارۍ په تور نيول شوی و له بنده ازاد شو.

Back to top button