راپورونه

داطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه سره د ژورنالیستانو او رسنیو فدراسیون چارواکو ګډه ناسته.

د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنو او رسنیو فدراسیون په نوښت د رسنیو مشرانو او اطلاعاتو او کلتور وزارت مشر تابه تر منځ مهمه ناسته تر سره شوه. په دې ناسته کې د اسلامي امارت تر راتلو وروسته د رسنیو او خبریالانو په اړه د فدراسیون کلنی راپور او د رسنیو د مشرانو نظریات او وړاندیزونه د اطلاعاتو اوکلتور وزیر او نشراتي معین ته وړاندې شول. د اطلاعاتو او کلتور وزیر نشراتي معین، په خپل وار د ځینو ګامونو د پورته کولو ژمنې هم وکړې. !!!!!!!!!!!! ناسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د غونډو په تلار کې د کلام الله مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ژورنالیستانو ټولنو او رسنیو فدراسیون د مشرتابه پلاوي غړي الحاج ابوذر صارم سرپلي د یاد فدراسیون په استازیتوب ، میلمنو د ته ښه راغلاست تر څنګ د غونډې اجنډا تشریح کړه. ښاغلي سرپلي د ژورنالیستانو ټولنو او رسنیو فدراسیون د فعالیتونو په اړه وویل، چې فدراسیون غواړي رسنۍ او د ژورنالیستانو ملاتړي بنسټونه پیاوړي شي تر څو له خپلو حقونو د ډاډمنې دفاع وړتیا او صلاحیت ولري. نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې ځینو بنسټونو له خبر یالانو او رسنیو سره سخته جفا کړې ده؛ خو فدراسیون به پری نږدې چې تر دې وروسته له رسنیو او خبر یالانو ناوړه ګټه پورته شي. ورپسې د ژورنالیستانو او رسنیو د فدراسیون ویاند محمد بشیر هاتف د خبر یالانو ، وینا ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو په اړه د یاد فدراسیون کلنی راپور د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ، چې پکې راغلي دي : (د رسنیو د فعالیت په برخه کې: د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو څلورو میاشتو کې په هېواد کې څه د پاسه څلویښت سلنه رسنۍ غیرفعالې شوې، چې د نوي حکومت د یو کال په پوره کیدو سره هم دغه شمېره ډیره بدله نه شوه او اوس هم په سلو کې څلوېښت رسنۍ غیر فعال دي. که څه هم ځینو نړیوالو بنسټونو د غیر فعاله شویو رسنیو کچه نږدې ۶۰ سلنه ښيي، خو د فدراسیون څېړنې په دې برخه کې ثابتوي چې ۴۰ سلنه یعنې ۲۱۸ رسنۍ غیر فعالې شوې دي. په دې موده کې دوه رسنۍ بیاځلې فعالې شوې، درې رسنۍ له نیمه فعال حالت نه راوتلي او خپل فعالیتونه یې د پخوا په شان پراخ کړي دي ، دغه راز پنځه انځوریزې رسنۍ (ټلویزیونونه) او څلور غږیزې رسنۍ (راډیو ګانې) او شاوخوا لس خبري اژانسونه نوي تاسیس شوې او د فعالیت جواز یې ترلاسه کړی دی، چې په وړاندې شویو رپوټونو کې نه دي یاد شوي . په هېواد کې شاوخوا لس سلنه فعالو رسنیو خپل د فعالیت جوازونه نوي کړي او پاتې نورو یې د جوازونو له نوي کولو پرته خپلو کارونو او خپرونو ته دوام ورکړی او اوس هم دوام ورکوي. فدراسیون د اطلاعات او کلتور وزارت او مالیې وزارت نه مننه کوي چې یادو رسنیو ته د جواز د نه تمدیدولو له امله مزاحمت نه دی کړی او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې رسنیو ته نور هم وخت ورکړي. په تېر یوه کال کې د خبريالانو اړوند پنځو بنسټونو تازه تازه د فعاليت اجازه ترلاسه کړې او په فعالیت یې پیل کړی دی. خبریالان: د رسنيو د فعاليتونو د ځنډېدو له امله په لومړيو مياشتو کې شاوخوا څلوېښت سلنه رسنيز کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي . شل سلنه نورو رسنیز کار کوونکو د رسنيزو تشکیلاتو د کمښت له امله له خپلو دندو بې برخې شوي دي. البته په رسنیو کې ښځینه کارکونکو تر ډېره خپلې دندې له لاسه ورکړي، چې د دغه فدراسیون د موندنو له مخې ۸۵ سلنه یې اوس خپلو دندو ته نه ځي. دا چې په ځینو راپورونو کې د بیکاره شویو خبر یالانو کچه ډېره ښودل شوې، دلیل یې دا دی، چې یو شمېر ځوانانو ته جعلي کاري سندونونه هم جوړشوي دي، چې بهر ته د تګ او کډوالۍ لپاره یې وکاروي. له بده مرغه په تیر یو کال کې یو شمېر رسنیو په زرګونو کسانو ته د کار جعلي سندونه ورکړي چې دا کار د رسینیو د کارکوونکو په پېژندنه او د هغوی په انتقال کې هم د خنډ لامل شوی دی، خو په پیل کې یو لوی شمېر هغه کسان چې له رسنیو سره یې تړاو نه درلود، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو په نامه له هېواده ایستل شوي دي. د افغانستان د خبريالانو او رسنيو د فدراسيون څېړنې ښيي چې په لومړيو څلورو مياشتو کې د رسنيزو فعالیتونو د کمېدو اصلي لامل اقتصادي ستونزې وې ځکه بازارونه ټکني شول او حتی د ځينو رسنيو پيسې چې پراشتهار ورکوونکو کمپنیو او موسساتو باندې پاتې وې ، د بانکي فعالیتونو د محدودیدو له کبله تر لاسه نه شوې) دتاو تریخولي په اړه د فدراسیون ویاند وویل : (په تېر کال کې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۹۰ پېښې ثبت شوي، چې ۸۰ سلنه یې په لومړیو پنځو میاشتو کې واقع شوي دي. لنډ مهاله نیول او توقیف کېدل د دغو تاوتریخوالو تر ټولو زیاتې قضیې دي، چې کله ناکله د سپکاوي او ډبولو موارد هم له ځانه سره لري. دا مهال درې خبریالان له درېیو میاشتو راهیسې په بند کې دي، چې تورونه یې غیر رسنیز ویل شوي دي .هیله ده چې د رسنیزو سرغړونې د څیړنې کمسیون د دوی په اړه نور وضاحتونه هم ورکړي. د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د رسنیو د رسنیزو سرغړونو د څېړلو کمېسیون د جوړېدو او فعالیدو هرکلی کوي، که څه هم د دی کمېسیون په جوړېدو کې د پام وړ ځنډ راغلی، خو هیله لرو چې کمېسیون خپل قانوني واکونه ولري تر څو د قوانینو پر بنا مسوولیتونه د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې درک او ترسره کړي. فدراسیون شپږ میاشتې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ درانه وزارت ته د دوو کمیسیونونو (د رسنیو د سرغړونې کمیسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون) د جوړولو او فعالولو وړاندیز کړی و. موږ هیله لرو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هم زر تر زره فعال شي. د تېر کال په اوږدو کې د رسنیو ۶ کارکوونکو او د ټولنیزو شبکو یوه مشهوره کاروونکې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه کموالی ښيي، البته د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي وو. په تېر کال کې د خبريالانو پر وړاندې د هدفي وژنې کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو د رسنيو د کارکوونکو د ژوند له لاسه ورکولو پېښې په لاندې ډول دي: – کابل هوايي ډګر په چاودنو کې دوه خبریالان ( مجتبی او سید علي رضا ) ووژل شول. – یو رسنیز کار کوونکی (هارون نیرومند) ځان وژنه وکړه. – یو کس ( فهیم دشتي )په مستقیمو جګړو کې وژل شوی. – یو کس په ایران کې د کار پر مهال له یوې ودانۍ را و غورځېد او مړ شو . یو بل کس د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی، دغه کس مرحوم سیغانی و، چې د ځینو ریپوټونو پر بنا د کابل ښار په لویدیځ کې د یوې چاودنې له امله مړ شوی و، خو د فدراسیون څېړنو وښودل، چې نوموړی له چاودنې مخکې د ورپېښې ناروغۍ له امله په خپل کور کې مړ شوی و.) په راپور کې اطلاعاتو ته لاسری او پر رسنیو محدودیتونه داسې راغلي دي : (که څه هم د لومړيو پنځو مياشتو په پرتله، اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه ښه شوې ځکه چې ډیری دولتي ادارې وياندویان لري، چې له خبريالانو سره معلومات شريکوي، خو لکه چې اړتيا ده معلوماتو ته لاسرسی شتون نه لري، ځکه له يوې خوا ویاندویان مسلکي زده کړې نه لري او له بلې خوا، هغو مسوولینوته چې سم معلومات نه ورکوي ،هېڅ سزا نشته. د رسنیو د فعالیتونو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذ شوی، خو سرغړونکي یې نه دي محاکمه شوي. د تېر کال په اوږدو کې په هېواد کې د رسنيو پر کار لاندی محدودیتونه پورې شول. – د ښځینه سندرو او کلپونو پر خپریدو بندیز. – د هغو بهرنيو سريالونو د خپرېدو منع کیدل چې سو لوڅو ښځو پکې رول لوبولی وي. – ښځينه خبریالانې پر دې مکلفې شوې چې تلویزیون کې د څرګندیدو پر مهال ماسک وکاروي . د وینا ازادي: که څه هم په رسنیو کې د حکومت پر تګلارو د نیوکو کوونکو شمېر کم شوی، خو نیوکې اوس هم شته . دهیواد انځوریزې ، غږیزې او چاپي رسنۍ اوس هم د حکومت د ځینو کړنو د پرله پسې غندنې مطالب ، مرکې او خبرونه خپروي ، چې د منتقدینو له خوا تر سره کیږي . ځینو بنسټونو ادعا کړې وه چې دسیاسي بحثونو چلوونکو او سیاسي کار پوهانو ته د خبر لپاره حدود ټاکل شوي دي خو د فدراسیون داسې بیلګې نه دي موندلي چې دمیزونو چلوونکي او یا هم سیاسي کار پوهان د مداخلو په پایله کې مجوره شوي وي تر څو پر مشخصو مواردو باندی بحث وکړي . بشیر هاتف دخپلی وینا په اخره کې ځانګړي وړاندیزنه هم وکړل چې پر لاندې مواردو مشتمل و: (۱ـ درسنیو مالي ستونزو ته په کتو باید په تیر یوکال کې ټولې باقیدارۍ ورته وبخښل شي . ۲ـ له هغه ځایه چې بازارونو ته په کتو رسنۍ نشي کولی خپل مصارف بیرته د عوایدو له لارې پوره کړي د فدراسیون غوښتنه دا ده چې د رسنیو د برښنا بلونه له تجارتی حالت نه عادي حالت ته را وګرځی او د کورونو دلګښت په شان ورسره محاسبه وشي تر هغه مهاله پوری چې رسنۍ وکړای شي خپل لګښت له بازار پوره کړي. ۳ـ هغو رسنیو ته چې تر دی دمه نه دي توانیدلي چې دفعالیت جواز او نور قانوني اسنادونه د مالي ستونزو له امله نوي کړي ، مهلت ورکړای شی چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي تر هغې چې مالي توان یې ښه شي . ۴ـ داطلاعاتو او کلتور وزارت مشر تابه باید دشریکو غونډو له لارې ټول ملي سوداګر ، کورنۍ او بهرنیو کمپنۍ وهڅوي چې د هیواد رسنۍ د اعلانونو او مالي ملاتړله لارې حمایه او تقویه کړي . فدراسیون حاضر دی د داسې غونډو کوربه توب وکړي. ۵ـ اطلاعاتو ته دلاسرسي بهیر باید توند ، ګړندی او معیاري شي .په دی لړ کې د لاندې قدمونو پورته کول اړین دي : ـ دټولو ادارو ویاندویان باید د اطلاعاتو په ورکولو مکلف کړای شي او هغه ویاندویان چې سم او د قناعت وړ معلومات نه ورکوی د قانون له مخې سزا وګوري .دی کار لپاره اطلاعاتو ته دلاسرسي کمسیون زر تر زره جوړ شي . ـ د ادارو ویاندویان باید دسیمینارونو او ورکشاپونو له لارې دمعلوماتو ورکولو په برخه کې مسلکي زدکړې تر لاسه کړي تر څو معلومات معیاري او دقناعت وړ شي . فدراسیون حاضر دی پّ دی برخه کې هم پوره پوره مرسته وکړي او ویاندویانو ته سیمینارونه او ورکشاپونه تنظیم کړي. ۶ـ خبر یالانو پر وړاندې د شويو تاوتریخوالو دوسیې باید جوړ شوي کمسیون ته وسپارل شي تر څوخپلې څیړنې پرې بشپړې او له پایلو یې ټول خبر یالان خبر کړي . د رسنیزو شکایتونو او تخطیو کمسیون باید ټول قانوني واکونه ولري.) ورپسې د فدراسیون د رییسه هیت غړي او د ژورنالیستانو شورا مشرحفیظ الله بارکزي درسنیو ټولو مشرانو ته بلنه ورکړه چې په ازاده فضا کې خپل نظریات او غوښتنې د اطلاعاتو اوکلتور وزیر او نشراتي معین ته وړاندې کړي .د ژورنالیستانو شورا مشر د وزارت له مشر تابه هم وغوښتل چې د ټولو نظریات په سړه سینه واوری او حل لارې ورته وباسي. حفیظ الله بارکزي دوزارت له مشر تابه نه غوښتنه وکړه چې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو دکمسیون په جوړښت کې د خبر یالانوونډه زیاته کړي تر څو دوی وکوالای شي خبر یالانو او رسنیو پورې اړوندو دوسیو ته پر وخت رسیدنه وکړي. عبدالباسط د کابل نیوز ټلویزیون مسوول مدیر،عصمت الله نیازی دطلوع نیوز استازی، حبیب الله شریفی د راه فردا تلویزیون استازی ، صمیم فروغ فیضی د خبري اژانسونو استازی او د چاپي رسنیو په استازیتوب عبدالصمد روشن د خپلو خبرو په ترڅ کې ، درسنیو مالي ستونزې ، داطلاع رسونې پڅ بهیر او د امنیتي مسوولینو نا وړه چلند د رسنیو او خبر یالانو بر وړاندې سترې ننګونې وبللې او د وزارت له مشرتابه نه وغوښتل چې ورته حل لارې ولټوي. د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوی خیر الله خیر خواه دحکومت او رسنیو تر منځ پر شریک کار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ویاندویانو او امنیتي مسوولینو سره د ګډو روزنیزو ورکشاپونو په برخه کې به اقدام وکړي . د اطلاعاتو او کلتور وزیر د ځینو رسنیو د غیر فعاله کیدو په اړه وویل چې حکومت د یوې رسنۍ دروازه هم نه ده تړلې بلکې اقتصادي ستونزې عمومي دي، حتی تر دې چې ځینو امنیتي کار کوونکو په میاشتو میاشتو تنخواه نه ده اخیستې. خیرخواه ژمنه وکړه چې د خبر یالانو دوسیې به د رسنیزو شکایتونو او سرغړونې کمسیون ته سپاري، رسنیو سره د مالي ستونزو په اړه د توان تر بریده همکاري کوي او ملي سوداګر هم هڅوي چې ملي رسنیو سره همکاري وکړي. ده له رسنیو هم وغوښتل چې اسلامي اصول ،ملي ګټې په پام کې ونیسي . مولوي خیر الله خیر خواه په جوړ شوي کمسیون کې د خبریالانو د زیاتولو ژمنه هم وکړه. د اطلاعتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي د غونډې بل وینا وال و، چې ټولو ستونزو ته په شریکه د حل لارو د لټولو وعده ورکړه . نشراتي معین وویل چې د اسلامي امارت پالیسي د رسنیو د تجریدولو پالیسي نه ده بلکې مونږ غواړو په ګډ کار سره ، ټولو ستونزو ته حل لارې وباسو. مهاجر فراهي د ژورنالیستانو ټولنو او رسنیو فدراسیون د حکومت او رسنیو د همغږۍ یوه ښه وسیله وبلله و زیاته یې کړه چې له دې لارې به همغږې او شریکو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي له رسنیو هم وغوښتل چې جاریه قوانین او هېوادني ارزښتونه په پام کې ونیسي . د غونډې وروستي وینا وال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو عمومي رییس عبدالحق حماد وویل چې اسلامي امارت له اولې ورځې نه ټولو رسنیو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکړې او ورته ژمن دی . ښاغلي حماد زیاته کړه چې په تېر یو کال کې د خبریالانو پر وړاندې د هدفي وژنې کومه پېښه نه ده ثبت شوې چې دا د اسلامي امارت یوه لاسته راوړنه ده. د نشراتو رییس وړاندې وویل چې حکومت یوې رسنۍ ته د برنامو یا نورو فعالیتونو په اړه کومه سپارښتنه نه ده کړې بلکې هغه قاون یې عملي کړي دي، چې تېر نظام رامنځته کړی و خو نه عملي کیده د حماد په وینا ازادي په ټوله دنیا کې حدود لري او هغه حدود دا دي چې د نورو حقوق تر پښو لاندې نه شي . رسنۍ هم باید د دولت ، قومونو او اشخاصو حقوق او حیثیت تر پښو لاندې نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button