راپورونه

د انعکاس تلویزون یوه پخوانۍ ویانده ادعا کوي چې د نا څرګندو کسانو لخوا وهل ډبول شوې

د سلګۍ احساس موسی زۍ په نوم د انعکاس تلویزون یوه پخوانۍ کارمنده ادعا کوي چې، د جولای میشتې په شلمه ماښام مهال کله چې دی کورته روانه وه نا څرګنده کسانو پرې ډزې کړي او سخته یې ډبولې۔د سلګۍ په خبره دغو کسانو ورته ویلي چې د امارت مجاهدین دې خو زیاتوي چې دی دغه کسان ونه پیژندل۔سلګۍ زیاتوي تر دې وړاندې په تیر جمهوری نظام کې هم موټر ته یې بم ایښودل شوی وو او اوس داددی له داسې یوې پیښې سره مخ شوه۔سلګۍ زیاتوي هیچا یې تر اوسه پوښتنه نده کړې او نه پوهیږي چې، د عدالت غوښتنې لپاره چاته مراجعه وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button