بیانونه

په روزګان کې یو خبریال نیول سوی دی.

په روزګان ولایت کې د یوي سیمه ییزې سلام روزګان راډيو خبریال شمس الله شمس د اسلامي امارت امنیه قومندانۍ لخوا نېو سوي دي.
د افغانستان رسنيز بنسټ د معلوماتو له مخي په سیمه کي د امنیه قومندانۍ مسولین ادعا لري چې دغه خبریال یي د یوه جنایي جرم په تور نیولی دی.
خو د شمس الله شمس کورنۍ غړي بیا دغه ادعا رده وي او وایی چی شمس کوم جرم نه دی ترسره کړی.
د افغانستان رسنيز بنسټ د موجود حکومت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژر دی نیول شوي خبریالان خوشي کړی.
او د خبریالانو سره دي په کاری چاپیریال کې مرسته وکړی.
په هېواد کې داخلي رسنۍ د افغانستان د رسنیو قوانینو او ملي ارزښتونو ته ژمن دي او حکومت باید ورسره همکاري وکړی.
د افغانستان رسنيز بنسټ په ارزګان کې د نیول سوي خبریال قضیه په بشپړ ډول وڅیړی.
په درنښت
د افغانستان رسنيز بنسټ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button