Uncategorizedراپورونه

په زابل کې د کمیټو د استازو، اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو تر مینځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د زابل ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست ریس مولوی رحمت الله “حماد” د افغانستان رسنیز بنسټ ولایتی مسؤل محمد لعل “امیري” د خوندیتوب کمیټي ولایتي مسؤل عصمت الله “عمری” ته په خپلو خبرو کې وویل چې د ژورنالیزم د سپیڅلي مسلک په رڼا کې دې د دغه ولایت خلکو ته حقایق وړاندې کړي هغه وویل خبریالان د ټولنې سترګي دي او باید کره او دقیق معلومات ټولنې ته وړاندې کړي.

د کمیټو استازو د اطلاعاتو او کلتور رئیس څخه وغوښتل چې اړین معلومات باید پروخت د خبریالانو سره شریک شي ترڅو په مناسب وخت کې خلکو ته حقایق ورسیږي.

په یاده ناسته کې د خبریالانو ترمینځ په لازمه همغږۍ هم ټینګار وشو او د مسولینو له خوا ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button