بیانونه

کابل کې د علماوو او مخورو جرګې ته د افغانستان دژورنالیستانوټولنو او رسنیو فدراسیون وړاندیزونه

بسم الله الرحمن الرحیم
په سر کې دافغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو په استازولۍ دافغانستان له ګوټ ګوټ نه راغلو قدرمنو دیني علماوو او مخورو ټولنیزو شخصیتونو ته ښه راغلاست او هر کلی وایو اوداسلامی امارت نه هم مننه کوو چې داسی یو لوی مجلس یې رابللی چی دافغانستان دټولو پرګنو نمایندګی کوی او پر مهمو هیوادنیو مسلو باندی نظر او مشورې ورکوي .
د پاک خدای له درباره غوښتنه کوو چې دغه لوی ملی مجلس دافغانستان لپاره د خیر او کامیابیو مجلس وګر ځوي .
خوشحاله یو چې داسی لوی ملی مجلس یا جرګې ته دافغانستان دژورنالیستانو او رسنیو شریک پیغام وړاندی کوو.
د وینا ازادي او ازادې رسنۍ داسی یو ارزښت دی چې د دولت او ملت تر منځ دیووالي په رامنځته کولو او له ډول ډول فساد او قانون ماتونې پر وړاندې د مبارزې له پاره ډیرې ښې زمینې بروابرولی شي .دعامه پوهاوي پروګرامونه ، ولس او دنیا ته پیغام رسونه له رسنیو پرته هیڅ امکان نلري . ځکه د ژورنالیستانو ، رسنیو اوحکومت تر منځ ګډه همکاری او شریکې هڅې اړینې دي .
دافغانستان ژورنالیستان او رسنۍ دغې پرتمینې ناستې ته ځینې خاص وړاندیزونه لري چې ستاسو حضور ته وړاندې کیږي .
۱ـ تاسو ته څرګنده ده چې په بهرنیو بانکونو کې دافغانستان دشتمنیو کنګل کیدل ، د هیواد اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی چې دی سره کار وبار، سوداګریزی چارې ، پانګونې او په ټوله کې اقتصادي چارې له ډیرو ننګونو سره مخ شوي دی او درسنیو بازار مونونه یا مارکیتنګ هم ډیر خراب شوی دی ځکه خو دغه لوی ملی مجلس ته په کاردي چې اول پر ټولې د نیا باندی غږ وکړي چې دافغانستان کنګل شوې پیسې خوشی کړی او دوهم له اسلامی امارت نه دی وغواړي چې ټول ملی سوداګر او فعالې کمپنۍ دی ته وهڅوي چې افغاني رسنیو سره خپله ملتیا د اشتهاراتو او مالی همکاریوله لارې په متوازنه توګه له سره پیل کړي .
ـ له هغه ځایه چې دکار پر مهال په ماسکونو باندې د مخ پټول ، رسنیز فعالیتونه له ستونزو سره مخ کوي او دا چاره له اسلامی ارشاداتو ښاره سر غړونه هم نه ده زمونږ غوښتنه له دی لویې جرګې نه دا ده چې اسلامی امارت ته مشوره ورکړي تر څو ښځینه وو نطاقانو ته د ماسک اچولو پر امر ، بیا کتنه وکړي .
ـ اسلامی امارت بار بار ویلي دي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یو ارزښت بولي او ورته ژمن دی نو دغه لوی مجلس دی ورته سپارښتنه وکړي چې ټولې ادارې مکلفی کړي تر څو پر وخت اطلاعات خبر یالانو ته ورکړي .ځکه چې د اطلاعاتو ساتل کله کله د غلطو افواهاتو خپریدو ته زمینې برابروي .
ـ دعلماوو او مخورو شخصیتونو حاضر مجلس باید له اسلامی امارته وغواړي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاو تریخوالي مخه ونیسي او د ژورنالیستانو قاتلین،زخمي کوونکي ، شکنجه کوونکي او ځورونکي د اسلامي عدالت داصولو پر بنا محاکمه کړي .
ـ دافغانستان ژورنالیستان او رسنۍ دافغاني ټولنې دیوې برخې په توګه ددی لویې ملي ناستې له لارې وړاندیز کوي چې په ټول افغانستان کې دټولو نجونو پر مخ د مکتبونو دروازې خلاصې شي تر څو له یوې خوا د انتقادونو لړۍ ختمه شي او له بلې خوا په ټولنه کې د ښځینه متخصصانو کمښت ، یو بل ناورین رامنځته نکړي .
ومن الله توفیق
دافغانستان دژورنالیستانو ټولنو او رسنیو فدراسیون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button