د زابل مرستیال والي سره لیدنه!

ورځ:شنبه
نیټه:۱۴۰۱/ثور/۳
د افغانستان رسنیز بنست ولایتي استازي محمدلعل “امیري” د زابل مرستیال والي مولوي سلیمان “آغا” سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې مرستیال والي ته د بنسټ د فعالیتونو اړوند معلومات ورکول شول او ددې ترڅنګ د زابل د خبریالانو غوښتنې له مرستیال والي سره شریکې شوې.
د بنسټ استازي له مرستیال والي څخه د حکومت او رسنیو د ګډو ناستو د جوړېدو غوښتنه وکړه؛ ترڅو خبریالان مستقیماً خپلې ستونزې له چارواکو او مسؤلینو سره شریکې کړي.
د زابل مرستیال والي د بنسټ له فعالیتونو څخه د تود هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې د حکومت او رسنیو د ګډو ناستو د پیل لپاره به یوه تګلاره جوړوي.
سلیمان “آغا” وویل رسنۍ په هر نظام کې ځانګړی ځای لري او دوی به له خبریالانو سره خپله همکاري دوامداره وساتي.
ښاغلي سلیمان “آغا” له رسنیو هم وغوښتل چې له ولایتي ادارې سره همکار پاتې شي او زابل کې ترسره کېدونکي فعالیتونه په ښه توګه انعکاس کړي.
د ناستې په پای کې له بنسټ سره د بشپړې همکارۍ ژمنه هم وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.