د بیان د ازادۍ ملاتړو ته د افغانستان رسنیز بنسټ پیغام

شمیرې ښایی چې، له تیرو شلو کلونو راهیسې افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې نقدي او جنسي مرستې وشوې.
پوښتنه داه، چې له 2001 میلادي کال وروسته نړیوالو په ظاهره له افغانستان سره مرستو ته ور ودانګل او بیلابیلې نقدي او جنسي مرستې ترسره شوې، خو دغه مرستې په اکثرو مواردو کې له ضفر سره ضرب دي.
هغه پسیې چې د بیا رغونې، فرهنګي چارو، بیان ازادۍ او رسنیو، ښځو پیاوړتیا، د ښځو سوداګرۍ او د مدني ټولنو د سازماندهۍ برخه کې مصرف شوې نن یې هیڅ اغیز نه تر سترګو کیږي.
په لنډه توګه کولای شو د یادو پیسو او مرستو د حیف ومیل عوامل په دې ډول بیان کړو: په تیر شلو کلونو کې چې کومې مرستې د نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو لخوا ترسره شوې، ډیرې غیرې مسلکي او په بشپړه توګه په سلقوي توګه په مصرف ورسیدې چې له امله یې ډیری خلک د پیسو په مافیا، سوداګر او قاچاقبرانو بدل شول.
د بیلګې په ډول هغه پیسې چې د رسنیو د ملاتړ او بیان ازادۍ د پیاوړتیا په موخه هیواد ته راغلل په بشپړه توګه حیف ومیل شوې او د هغو کسانو لاسو ته ولولېدې چې چې نن خپله په بهرنیو هیوادونو کې په عیش او عشرت بوخت دي او خبریالان او رسنۍ یې له یو عالم ستونزو سره په ډاک او میدان کې پریښودل او نن له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
له ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ټولنو نه زموږ هیله داده چې له تیرو شلو کلونو څخه تجربه واخلي او د رسنیو ملاتړ ته دې ورودانګي خو دا ملاتړ او مرستې باید له یو داسې ادرس څخه وشي چې حق حق دار ته ورسوي، نه داچې بیا یې ټولې مرسې حیف ومیل شي.
باید یاده شي چې د افغانستان رسنیز بنسټ په پوره دیانت او ایماندارۍ سره د افغانسان رسنیو ملاتړ برخه کې فعالیت کوي او فعاله دی، او دا ډاډ هم ورکوو چې، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، امنیتي ارګانونه او د ژورنالستاتو فدراسیون د افغانستان رسنیز بنسټ سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نو له ملګرو ملتونو، د خبریالانو له نړیوال فدراسیون ، بې پولې خبریالانو له ټولنې او ټولو مرستندویه هیوادونو مو غوښتنه داده چې، له سلیقوي کړنو او شخصي ملګرتیاوو ډډه وکړي او د افغانستان رسنیو له بنسټ سره چې د رسنیو د ملاتړ یو رښتینی بنسټ دی په همغږۍ سره له رسنیو او خبریالانو سره مرستو ته مټې راونغاړي، ترسو له هغو امکاناتو چې په لګښت رسیږي په سمه توګه ګټه پورته شي

Email address: Info@amo.af

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.