د کندهار تکړه او فعال خبریال بسم الله وطن دوست پس له ١١ ورځو بند څخه ازاد سو.

د ښاغلي وطن دوست په خوشي کولو کي د کندهار خبریالانو او د افغانستان رسنیز بنسټ د کندهار ولایت مسؤل شاهدالله سرتاج زیات کوښښ وکړ تر څو وطن دوست خوشي سي.

که څه هم نوموړی زیات وخت په بند کي تیر کړ خو بالاخره نن د وروستي ځل لپاره یو شمیر خبریالان هغه پسي د استخباراتو ریاست ته ورغلي وه چي د ریاست له مسؤلینو سره تر خبرو اترو وروسته بسم الله وطن دوست خوشي سو

 

د افغانستان رسنیز بنسټ ښاغلي بسم الله وطن دوست او ټولو خبریالانو ته د هغه د بند څخه د خوشي کیدلو مبارکي وړاندي کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.