د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ له نوي رییس سره ناسته!

د افغانستان رسنیز بنسټ ولایتي همکار محمدلعل امیري د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ له نوي رییس مولوي رحمت الله حماد سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له نوي مشر څخه غوښتنه وشوه چې د خبریالانو او دولتي ادارو ترمنځ د همږغۍ په رامنځته کولو او د خبریالانو د ستونزو په حل کې هڅه وکړي.
د افغانستارسنیزبنسټ استازي له ښاغلي حماد څخه غوښتنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانه کولو او دولتي ادارو ته د ویاندویانو په ګمارنه کې دې له رسنیزو بنسټونو سره همکاري وکړي ترڅو؛ اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شي.
ښاغلي حماد د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له اړخه ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان رسنیز بنست او زابل مېشتو خبریالانو سره به پوره همکاري کوي او هرې ستونزې ته به ممکنه حل لاره پیدا کوي.